پاکستان دهیځ هیواد خوښې وړ شریک نه دئ
سلام خان سلام خان

پاکستان د تیر کال د نومبر په میاشت کې د امریکایي سرتیرو له خوا د خپلو ۲۴ سرتیرو د وژلو پر ضد د احتجاج په توګه د ناتو د پوځي اکمالاتو پرمخ له افغانستان سره خپله پوله وتړله. د وروستیو ورځو هلو ځلو د دې پولې د بیا پرانیستلو په برخه کې کومه ګټه نه ده کړې ،د شیکاګو په کنفرانس کې اصف علی زرداري یوازینی میلمه وو چې په وروستیو ۹۰ دقیقو کې ورته بلنه وشوه. پاکستان نه د ناتو غړی دﺉ او نه هم لکه چې د ناتو عمومي منشي ویلي دي د هغه سازمان له «نزدی دوستانو» څخه. خو د شیکاګو په کنفرانس کې د پاکستان شتون په دې دلیل اهمیت درلود چې ډیر کسان په دې باور دي چې په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان له همکارۍ پرته امکان نه لري ،د شیکاګو په کنفرانس کې اوباما له زرداري سره د یوې دوه اړخیزې لیدنې کتنې څخه ډه ډه وکړه. اوباما په خبرې کنفرانس کې وویل چې له خپل پاکستاني سیال سره د شیکاګو د کنفرانس په څنډه کې یواځې هغه وخت مخامخ شو چې غونډې ته ننوته په عینې وخت کې اوباما وویل چې نه غواړي چې پر ننګونو باندې پرده واچوي. هغه زیاته کړه چې دا خبره هم پټه پاتې نه ده چې د امریکا متحده ایالاتو تر مشري لاندې د ځواکونو او د پاکستان تر منځ ستونزې موجودې دي

د کنفرانس د څنډې په دغې لنډې کتنه کې حامد کرزی د اوباما تر څنګ ولاړ وو. ولسمشر کرزي د سی،ان،ان

 له تلویزوني شبکې سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګواکې دا لیدنه کتنه «د یوه درې اړخیزه عکس نیولو» په موخه وه. کرزي وویل چې «یواځي د عمومي عکس نیولو» له پاره وخت وو،اصف زرداری ته د نه پاملرنی په صورت کی اوباما وویل:(( زه د ولسمشر حامد کرزي او دغه راز د روسیې او د مرکزي اسیا د لوړ پوړو چارواکو ګډون ته په دې غونډه کې ښه راغلاست وایم خصوصا هغه هیوادونو ته چې د ایساف د ځواکونو د اکمالاتو پر مخ ئې خپلې ترانزیتي لارې پرانیستلې ساتلې دي.)) ناتو غواړي چې د افغانستان د شمال له لارې خپل پوځي تجهیزات بیرته وباسي خو دغه لاره د مالي لګښت  له لحاظه ډیره ګرانه تمایمیږي په عین وخت کې اوباما ټینګار وکړ چې یو ثبات لرونکی، دیموکراتیک او سوکاله پاکستان د امریکا متحده ایالاتو په ګټه دئ او له بلې خوا د پاکستان په ګټه ده چې له امریکا سره په ګډه کار وکړي چې ډاډ پیدا کړي چې د افراطیانو له خوا له پښو نه غورځول کیږي

د ناټو عمومي منشي وویل چی د شیکاګو په غونده کې تصمیم دا نه وو چې د ناتو د اکمالاتو پر مخ د پاکستان د پولو د پرانیستلو په هکله خبرې وشي او یا په دې هکله کومه موافقه وشي. خو د چارو تحلیل کونکي په دې باور دي چې له زرداري سره د اوباما د دوه اړخیزې لیدنې کتنې څخه مخ اړول، هغه یو مهم دلیل دئ چې ولې پاکستان په دغه کنفرانس کې د اکمالاتي لارې د پرانیستلو له اعلان  څخه ډډه وکړه،د پاکستانی ورځپاڼي «دان» د رپوټ له مخې د اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر، وویل هغه انتظار چې ګواکی زرداري به شیکاگو ته له رسیدو سره د پولې د پرانیستلو اعلان وکړي، غلط ثابت شو. د بابر د وینا له مخې ولسمشر اصف علي زرداري، څرګنده کړه چې د واشنګټن-اسلام آباد د اړیکو په اړه، هغه د خپل هیواد د پارلمان د پریکړې پر وړاندې مکلف دئ ،په داسې حال کې چې د شیکاګو په غونډه کې د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانستلو لپاره د پاکستان د قانع کولو لپاره هڅو نتیجه ورنه کړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې اسلام اباد به د ناټو او امریکا دباوونو ته تسلیم نه شي  د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د امریکا په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ددنیا نیوز خبري چینل سره په مرکه کې وویل چې اسلام آباد د پاکستان خپلواکۍ ته د درناوي غوښتونکی دی، ځکه ددې هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی نه کول به ددې هېواد د خلکو اعتراضونه له ځان سره ولري حنارباني کر زیاته کړه چې د پاکستان پارلمان له امریکا او ناټو سره د اړیکو څرنګوالی بدل کړی دی او پارلمان به په ټولو برخو کې پریکړه وکړي هغی زیاته کړه چې پاکستان هڅه کوي چې د نړۍ خلکو ته ثابته کړي چې اسلام آباد د افغانستان په بدلونونو کې مهم رول لري او ددې هېواد امنیت د پاکستان په ګټه دی په واشنګتن کې د پاکستان سفیر شیري رحمان، هم وویل چې د هغه د هیواد په دریځ کې بدلون نه دئ راغلی او امریکا متحده باید د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو له امله بښنه وغواړي.د پاکستان د جمهیت علما اسلام د فضل الرحمان څانګې مشر  په یو ناسته کی ویلی دی چی په افغانستان کښې پرتو بهرنیو عسکرو ته د اکمالاتي کاروانونو په مخ د پاکستان د لارو پرانیستل ، ددغه هیواد ملي واکمنۍ او ګټو ته ګوزار ورکوي مولانا فضل الرحمان په پيښور کښې یوې ناستې ته وویل په دې اړه د اسلام آباد د حکومت خپل سره فیصله به ملي یووالې او اتحاد ته ګوزار ورکړي د پاکستان په پارلمان کښې د کشمیر د چارو دی مشر ویلي د پارلمان د فیصلي له مخې د امریکا په شمول له درستو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه ختم شوی دي .

هغه داهم ویلی دی چی په پاکستان ځيني عناصر په شیکاګو کښې د ناټو له ناستې په استفادې سره او دا چې محکمې لومړی وزیر پړ کړی ، د هغه له ګونده کلنګ اخلي .

د المان د ارلانګن/نورنبرګ د پوهنتون استاد يوهانس فارویک، وایي چې پاکستان ښایي د لویدیځ یو له ډیرو ستونزمنو شریکاتو څخه وي چې تر اوسه پورې ئې لري. د هغه د وینا له مخې لودیځ نه یواځې د طالبانو د ستونزې له امله بلکې په ټوله ییزه توګه د تروریزم پر ضد مبارزه کې پاکستان ته اړتیا لري او له افغانستان څخه د لویدیځ وتل،د پاکستان له همکارۍ پرته ممکن نه دي. د  دغه کارپوه د وینا له مخې پاکستان د خوښې وړ یو شریک نه دئ،خولویدیځ او ناتو بله چاره نه لري او باید هڅه وکړي چې له دې هیواد سره ګذاره وکړي فارویک وایي: که چیرې د افغانستان جغرافیا ته نظر واچوو نو د وتلو له پاره ډیر زیات امکانات نه لیدل کیږي. دغه هیواد کوم بندر نه لري او لويې لارې یا سړکونه ئې د ګوتو په شمیر دي

 دیوه بل راپور پر اساس د امريکې په سنا کې د بهرنيو مرستو په جرګه ګۍ کی سناتورانو د پاکستان لپاره د امريکې مرستې 58 سلنه کمې کړې. د دغې جرګۍ مشر لېنډسي ګراهام وويل، چې موږ به له داسې هېواد سره چې نه غواړي د تر هګرۍ پر وړاندې زموږ مرسته وکړي او زموږ پر وړاندې يې لارې تړلي دي، نورې پيسې پمپ نه کړو . ده ګواښ وکړ، که چېرې پاکستان د امريکې د اکمالاتو پر وړاندې لارې خلاصې نه کړي، نو پاتې مرستې به هم ختمې شي په عین حال کی د امريکې په سنا کې يوې کمېټې د هغه پاکستاني ډاکتر د 33 کاله بند په اړه ، چې د بن لادن په موندلو کې يې مرسته کړې وه، کلک اعتراض کړی دی او د غبرګون په توګه يې پاکستان ته د امريکې په مرستو کې د کال 33 ميليون ډالرو کمښت اعلان کړی دی. بل خوا د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلېنټن هم ويلي چې دوی د شکيل اپرېدي پر نيولو او سزا محکومولو خواشينې دي او د دغې چارې لپاره هېڅ دليل نه ويني. يوه امريکايي سناتور د اپريدي د سزا په اړه ويلي، چې پاکستان د امريکې يو لېونی ملګری دی .پای .


May 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات